امریکا وايي د امنیتي او دفاعي تړون پر جزیاتو تراوسه خبرې روانې دي

د امریکا متحده ایالات وایي چې، له افغانستان سره د امنیتي او دفاعي تړون پرجزیاتو تراوسه خبرې روانې دي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاندې جن ساکې خبریالانو ته د اختلاف وړمسایلو یادونه ونه کړه؛ خو دومره یې وویل چې، دواړه لوري د تړون پرنهایي مسایلوکارکوي.

دا واضح ده چې د پاتې مسایلود هواري لپاره یوڅه پرمختګ شوی. زه فکرکوم دا ډیره د حیرانتیا خبره نه ده؛ چې وویل شي، موږ نهایي مرحلې ته نژدې شوي یو، نهایي متن ته چې لویې جرګې ته وړاندې کیږي. د اهغه مرحله ده چې موږ به وررسیږو او هغه به هم د خبرو دغې لوړې سطحې چې تراوسه پورې نه یو وررسیدلي."

د افغانستان د جمهوري ریاست ویاند ایمل فیضي پرون وویل؛ په افغانستان کې له ۲۰۱۴ کال وروسته د امریکایي ځواکونو عملیات او د افغانانو کورونو ته د هغوی د اخلېدل یو د اختلاف وړاساسي ټکې دی چې ولسمشرکرزي پرون ماښام د امریکا د بهرنیو چاروله وزیرجان کری سره پرې ټیلفوني خبرې وکړې.

ټاکل شوې ده سبا ته په کابل کې مشورتي لویه جرګه د دغه امنیتي تړون په اړه په کارپیل وکړي. د مشورتي لویې جرګې لپاره کلک امنیتي تدابیرنیول شوي او پنځه ورځې رخصتي اعلان شوې ده.