بغلان: دوو وسله والو کسانو پر یوې ښځې د خلکو په مخکې جنسي تیری کړی

د بغلان مسوولین وایي، په دې ولایت کې دوو وسله والو کسانو پر یوې ښځې د خلکو په مخکې جنسي تیری کړی دی.

د دې ولایت د بورکې ولسوالۍ ولسوال عبدالجبار اسلام ازادۍ راډیو ته وویل، دوو تنو وسله والو پرون په دې ولسوالۍ کي یوه مېړه لرونکې ښځه له خپله کوره په زوره را و ایستله او جنسي تیری یې پر وکړ.

نن سلګونه کسان د بورکې ولسوالۍ مخي ته راټول سوي او د پیښي د عاملینو د نیولو غوښتنه کوي.

خو عبدالجبار وايي، چي پولیس ددغو کسانو د نیولو کوښښ کوي.
دی وايي، پيښه د شخصي دښمنۍ له امله سوې ده.

د یو بل خبر له مخې:

د جوزجان امنیتي مسوولین وایي، چي ددې ولایت په قرقین ولسوالۍ کي یوه پنځه کلن هلک ځان په دار زړولی دی.

ددې ولایت امنیه قومندان فقیرمحمد جوزجانی وايي، د پیښې د علت په اړه څېړنې کوي.