یوه سمندري توپان د دوشنبې په شپه د ایټالیا ساردینیا ټاپو وځپه

یوه سمندري توپان د دوشنبې په شپه د ایټالیا ساردینیا ټاپو وځپه او له امله یي لږ ترلږه ۱۴ کسان وژل شوي دي.

د ساردینیا والي اوګو کاپیلاچي د مړیو شمیر تائید کړی او وایي، د توپان له امله د یوې کورنۍ د څلورو کسانو مړي یي تازه میندلې دي.

ویل کیږي چې؛ د ایټالیا شمالي ښار اولبیا تر ټولو سخت ځپل شویدی. په دغه ښار کی شاوخوا ۵۶ زره کسان ژوند کوي او د ښار زیاته برخه تر اوبو لاندي شوي ده.

په سیمه کې زیات شمیر ښوونځي تړل شوي او د هوا پیژندنې ادراې د نور باران د وریدو اټکل کړي دي.