په لغمان کې په وسله واله نښته کې پینځو تنو وسله والو طالبانو او دوه تنو امنيتي عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې.
د لغمان د ولایت ویاند سرحدي ځواک ازادۍ راډیو ته ویلي، تېره شپه دوه نیمې بجې په دولت شاه ولسوالۍ کې د افغان امنيتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښته ترسره شوې،چې په پایله کې څلور تنه وسله وال وژل شوی او یو ټپي شوی دی.
نوموړی وايي، په همدې نښته کې د دولت د مخالفو وسله والو په برید کې د امنيتي ځواکونو یو تن سرتیری وژل شوی او بل ټپي دی.
وسله والو طالبانو تر اوسه د یادې نښتې په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.
د یو بل خبر له مخې سرحدي ځواک وايي امنيتي ځواکونو تېر ماښام ناوخته د لغمان په الینګار ولسوالۍ کې دوه تنه ماين خښوونکي نیولي،چې اوس ترې پلټنې روانې دي.