امنیتي مسوولین وايي، په هلمند ولایت کې د کوکنارو د کښتونو د له منځه وړلو په عملیاتو کې یو طالب قومندان له څلورو ملګرو سره وژل شوی.
د هلمند په ناوې ولسوالۍ کې د ملي پوځ د لومړي کنډک قومندان غلام محمد ازادۍ راډیو ته وویل، د کوکنارو پر ضد پوځي عملیات د ناوې او مارجې ولسوالیو ترمنځ په ګډه سیمه تریخ ناور کې پرون پیل شوي او لا هم دوام لري.
د پوځ دغه قومندان وایي، د طالبانو وژل شوی قومندان ملا طاهر نومېږي، خو په دغو عملیاتو کې افغان سرتیرو ته زیان نه دی رسېدلی.
وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.