نن به د قاهرې په واټونو کې د پوځ پرضد لاریونونه وشي

په پام کې ده چې؛ نن د مصر د پلازمېنې قاهرې په واټونو کې د پوځ پرضد لاریونونه وشي.

ننني لاریونونه د هغو ۴۲ کسانو د درناوي لپاره کېږي چې د پوځي واکمنۍ پرضد د اعتراضونو په ترڅ کې وژل شوي دي.

تمه ده چې د نننیو مظاهرو ګډونوال به همداراز د مصر د پوځ له خوا د اسلامپال ولسمشر محمدمرسي د لېرې کېدو غندنه هم وکړي.

پرون هم سلګونه کسانو د قاهرې په تحریر چوک کې غونډه وکړه څو په ۲۰۱۱ کال کې د پیل شوي پاڅون کلیزه ولمانځي.