ترکیه وايي، د هغو بهرنیو جنګیالیو ملاتړ نه کوي چې سوریې ته د جګړې په مقصد ځي خو نشي کولای له خپلو سرحدونو څخه د دې وسله والو د تګ راتګ مخنیوی وکړي.
د ترکیې د بهرنیوچارو وزیر احمیت داووت اوغلو Ahmet Davutoglu پرون په واشنګټن کې وویل، د ده هېواد د افراطیت زغم نلري، خو زیاته یې کړه چې ترکیه نشي کولای د خپل زر کیلومتره سرحد په اوږدو کې پر وسله والو د څارنې لپاره ګزمې وکړي.
په همدې حال کې د امریکا دفاع وزیر چک هېګل پرون وویل چې متحدایالات به په ترکیه کې د نصب شویو میزایل ضد پاتریوت توغنديو وخت د یوه بل کال لپاره تمدید کړي.
هېګل د ترکیې د بهرنیوچارو له وزیر سره په پنټاګون کې تر کتنې وروسته په دې اړه څرګندونې وکړې.
د میزایل ضد پاتریوت توغنديو سیسټم د ناټو تر امر لاندې وروسته له هغه د ناټو په غړې ترکیه کې ځای پرځای شو چې د له سوریې سره د دې هېواد په اړیکو کې کړکېچ راغی.