د پاکستان سترې محکمې د حکومت دا غوښتنه منلې ده چې؛ مشرف د محاکمې لپاره یو ځانګړی دیوان جوړ کړي

د پاکستان سترې محکمې د حکومت دا غوښتنه منلې ده چې؛ د ملي خیانت په تور د پخواني پوځي واکمن متقاعد جنرال پروېزمشرف د محاکمې لپاره یو ځانګړی دیوان جوړ کړي.

د سترې محکمې یوه ویاند پرون وویل چې د سترې محکمې رییس، قاضي القضات افتخارمحمد چودري د پاکستان د څلور واړو ایالتونو له سترو محکمو غوښتي چې د چارشنبې تر ورځې په دې ځانګړي درې کسیز دیوان کې د غړیتوب له شرایطو سره د برابرو قاضیانو نومونه ورواستوي.

د ملي خیانت په تور د مشرف د محاکمې خبر د یکشنبې په ورځ د کورنیوچارو د وزیر چودري نثارعلي خان له خوا اعلان شو او دا په داسې حال کې ده چې مشرف د پخوانۍ صدراعظمې بېنظیر بوټو او د بلوڅ ملتپال رهبر، نواب اکبرخان بوګټي د وژنو په ګډون په نورو قضیو کې د ضمانت په بدل کې خوشې شوی و.