ولسمشر حامد کرزي د پکتیکا پرونۍ چاودنه په سختو ټکو غندلې ده

ولسمشرحامد کرزي د پکتیکا ولایت پرونۍ چاودنه چې ۷ تنکي ماشومان په کې ووژل شول په سختو ټکو غندلې ده .

د پکتیکا د والي ویاند ویلي چاودنه د خیر کوټ ولسوالۍ په ملیزو سیمه کې د یوه خښ شوي ماین په نتیجه کې شوې ده.

د مخلص افغان په وینا په پیښه کې ۷ ماشومان مړه او درې نور ژوبل دي او ټول د ملیزو سیمې د یوې کورنۍ دی.

په دې وروستیو اونیو کې د سرک د غاړې د ماینونو په چاودونو کې ګڼ شمیر ملکي وګړي چې اکثره يې ماشومان او ښځې دي ،وژل شوي دي.

اخوا د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په استول شوي ایمیل کې په دې پیښه کې د طالبانو لا س لرل رد کړي دي.