جرمني خبرداری ورکړی چې؛ که د کابل او واشنګټن تر منځ امنیتي او دفاعي سند لاسلیک نه شي نو خپل هغه اته سوه سرتېري به په افغانستان کې پرې نه ږدي چې مخکې یې ژمنه کړې وه.
ولسمشرحامدکرزي پرون د کابل او واشنګټن تر منځ د دفاعي او ا منیتي سند په اړه د افغانستان او پاکستان لپاره د جرمني له ځانګړي استازي سره په کابل کې خبري وکړې.
د جمهوري ریاست له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې؛ له مایکل کخ Michael Koch سره په کتنه کې ولسمشرکرزي همداراز د افغانستان او جرمني د حکومتونو ترمینځ د دوه اړخیزو همکاریو، د سولې د بهیر او نورو موضوعاتو په اړه هم خبرې وکړې.
د امریکا اروپايي متحدان د کابل او واشنګټن ترمینځ امنیتي موافقه چې په افغانستان کې له ۲۰۱۴ کال وروسته د نړیوالو پوځیانو پاتې کېدل قانوني کوي، مهمه بولي.