د فریدریش ایبرټ په نامه یوه جرمني سیاسي بنسټ په افغانستان او سیمه کې د سولې او ثبات د راوستلو په هدف یوه پروسه پیل کړې ده.
پر دې پروسې له افغانستان او سیمې څخه د کارپوهانو یوه شپیته کسیزه ډله له نږدې دوه کاله راهیسي کار کوي څو د سیمې هیوادونه د ثبات د راوستلو په هدف همکارۍ ته و هڅوي.
د افغانستان او د سیمې د ځینو هیوادونو یو شمیر کارپوهان په دې نظر دي چې د سیمې امن او ثبات د افغانستان په ثبات پورې اړه لري.
د کارپوهانو یو شمیر ډلو د شنبې په ورځ تر دوه زره او څوارلسم کال وروسته د افغانستان د وضعیت او دغه راز د سیمې د امن او ثبات په اړه یوه ګډه اعلامیه هم خپره کړه.
په دې اعلامیې کې د سیمې د امنیت او پرمختګ لپاره ځینې وړاندیزونه شوي او په کې پر سیمه ییزې همکارۍ ټینګار شوی.
د افغانستان د کارپوهانو د ډلې ( د پالیسۍ د ګروپ) مشر محمود صیقل په خپلو خبرو کې د سیمې له هیوادونو وغوښتل چې د افغانستان د سولې او ثبات له پروسې څخه ملاتړ و کړي.
"له افغانستان څخه د امنیتي ځواکونو د وتلو پر مهال دا مهمه ده چې ګاونډي او د سیمې هیوادونه په بریالیتوب سره د امنیتي، سیاسي او اقتصادي بهیر انتقال خپل مسولیت او په خپلې ګټي و بولي او دغه راز په افغانستان کې د سولې او ثبات د ټینګیدو ملاتړ و کړي."
یاد کنفرانس د فریدریش ایبرټ په نامه دجرمني د یوه سیاسي بنسټ لخوا جوړ شوی وو او په کې د افغان کارپوهانو په ګډون د پاکستان، هند، منځنۍ آسیا هیوادونو، ترکیې، چین او روسیې کارپوهانو هم برخه اخیستې وه.
یاد بنسټ د ۲۰۱۲ میلادي کال څخه پر دې پروسې کار پیل کړ څو د سیمې هیوادونه په افغانستان او سیمه کې د سولې او ثبات د راوستلو په برخه کې همکارۍ ته وهڅوي.
یو له دې کارپوهانو څخه د پاکستان د کارپوهانو د ډلې مشر خالد عزیز وو.
نوموړي په سیمه کې د پانګونې زیاتول د سیمه ییز ثبات او امن لپاره مهم و باله .
"زما په باور مهمه مساله دا ده، چې موږ څرنګه کولای شو په سیمه کې پانګونه رامنځ ته کړو او څه ډول کولای شو د موجوده ناکراریو پر ځای له دې فرصت څخه د ټولې سیمې د پرمختګ لپاره استفاده و کړو."
دغه ګډه اعلامیه د غونډې د ګډونوالو له خوا په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي مرستیال نیکولاس هیسم ته و سپارل شوه.
ښاغلي هیسم ټینګار وکړ، چې ملګري ملتونه به له هر هغه اقدام څخه ملاتړ و کړي چې د سیمې لپاره ثبات او امنیت راولي.
"دا ښیې چې افغانستان سیمې ته او سیمه افغانستان ته اړتیا لري. اجازه را کړی دا درته و وایم چې، ملګري ملتونه د یوه باثباته سیمې د جوړیدو لپاره هر کار ته حاضر دي."
له افغانستان څخه په دوه زره او څوارلسم کال کې د نړیوالو ځواکونو وتل نه یوازي دننه په افغانستان کې اندیښنې را پیدا کړي، بلکه د افغانستان ګاونډي او د سیمې نور هیوادونه هم له همدې اړخه انديښمن دي.
خو افغان حکومت تل دا اندیښنې نا سمې بللي او وایې چې افغان امنیتي ځواکونه کافي وړتیا لري څو د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته د هیواد امنیت ټینګ کړي.