چین وايي، چمتو دی چې، فیلپین ته د ژغورنې او طبي خدمتونو ډلې واستوي. دا یوه اونۍ وروسته له هغې ده چې؛ فیلپین د "هایان" په نوم درانه سمندري توپان وځاپه.
دا خبره د شنبې په ورځ د چین د بهرنیو چارو د وزارت په ویب پاڼه کې په یوه خپره شوې اعلامیه کې شوې.
په اعلامیه کې د بهرنیو چارو د وزارت د ویاند "هانګ لي" له خولې ویل شوي دي؛ چین په فیلپین کې وضیعت څاري او د بیړنیو مرستو ډلې به یې تر ټولو سختو ځپلو شویو سیمو ته چې شرایط اجازه ورکوي روانې شي.
تر اوسه پورې دا څرګنده نه ده چې ایا د مرستو ډلې د روانېدو چمتوالی نیسي او ایا د فیلیپین حکومت د چین د مرستې داوړاندیز منلی کنه.
د چین دا وړاندیز، د دې طبیعي افت په وړاندې د دوو میلونو ډالرو په ارزښت د چین د ډیر کمې مرستې په وړاندیز پسې کیږي.
څارونکي وايي، د چین د کمې مرستې دا وړاندیز له مانیلا سره د جنوبي چین په اوبو کې د ټاپو ګانو د ملکیت پر سر له شخړې سره اړیکه لري.