د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کري د لیبیا په مرکز طرابلس کې وروستی تاوتریخوالی غندلی دی.
د شنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې جان کري وویل؛ په ۲۰۱۱م کال په انقلاب کې د لیبیا خلکو د دې لپاره خپل ژوند په خطر کې وانه چوه چې؛ داسې تاوتریخوالي یې په هېواد کې دوام وکړي.
جان کري پر لبیایانو غږ کړی چې، د تاوتریخوالې دا لړۍ دې په پخلاینه او خبرو اترو پای ته ورسوی.
نوموړي ژمنه وکړه چې، د امریکا متحده ایالات به په دې سخت وخت کې د لیبیا له چارواکو او خلکو سره خپل ملاتړ ته دوام ورکړي.
د نوموړي دا بیان په داسې حال کې خپریږي چې د شنبې په ورځ په طرابلس کې د رقیبو وسله والو ډلو ترمنځ د نور تاوتریخوالي راپورونه ورکړل شوي دي.
د جمعې په ورځ هم کله چې اعتراض کوونکو د "میصراته" وسله والو پر مرکزونو یرغل وروړ تر څلوېښتو زیات کسان ووژل شول او څلور سوه نور ټپیان شول. اعتراض کوونکو له دې وسله والو غوښتل چې له طرابلس څخه ووځي، خو ډزې پرې وشوې. مظاهره چیان وتښتیدل خو بیرته له درنو وسلو سره راستانه شول او په ودانۍ یې برید وکړ.