د ایران پارلمان د ولسمشر حسن روحاني د کابینې وروستی وزیر تایید کړ. تر دې مخکې پارلمان د دې پوسټ لپاره درې نور نومول شوې وزیران رد کړي وو.
د یکشنبې په ورځ د ایران د پارلمان په غونډه کې "محمود ګودرزي" د سپورټ او ځوانانو د چارو د وزیر په ټوګه له دوه سوه اوه شپیته رایو څخه په یوسلو نهه نوي رایو تایید کړ.
له دې تایید سره، د ایران د کابینې د پوره کولو لپاره د درې میاشتو پروسه پای ته ورسیده.
د ایران پارلمان چې محافظه کاران په کې اکثریت دي؛ د ډېرو پوسټونو لپاره ورپیژندلو شوي اشخاص په اګست میاشت کې تایید کړي وو.
خو د کمو لږ اهمیت لرونکو څوکیو لپاره یې د ولسمشر له خوا ځینې ورپیژندل شوي کسان رد کړي وو او هغوی يې په کمې تجربې او د ایران له شنه غورځنګ سره په اړیکو لرلو تورن کړي وو.
ګودرزي د تهران د پوهنتون د فزیکي روزنې د پلانولو استاد دی. دغه اته پنځوس کلن په هېڅ سیاسي ډله کې یاده څیره نه ده؛ خو د ۱۹۸۰یمې لسیزې په لوموړیو کې د ایران د انقلابي ګارډ غړی و.