د کابل د امنیې قومندانۍ وايي، د شنبې د ورځې په ځان وژونکي برید کې شپږ کسان وژل شوي دي. د کابل د امنیې قومندانۍ ویاند حشمت الله ستانکزي ازادي راډیو ته وویل چې؛ په دې پېښه کې تر شلو زیات نور ټپیان شوې هم دي.
”د تلفاتو هغه شمېرې چې موږ د کورنیو چارو د وزارت له مطبوعاتي دفتر سره تر هم غږۍ وروسته تر لاسه کړي؛ څرګندوي چې، په دې پېښه کې شپږ کسان وژل شوي، چې ملکي او پوځي کسان په کې شامل دي او درویشت کسان نور په کې ټپیان شوې دي.“
یو شمېر لودیځو رسنیو بیا په دې پېښه کې د لسو کسانو د وژل کیدو خبر ورکړی دی.
دا ځان وژونکي برید د شنبې په ورځ په کابل کې د مشورتي لویې جرګې د جوړېدو سیمې ته نژدې شوی دی.
ولسمشر کرزي هم په یو بیان کې دا برید غندلی دی. له ارګ څخه یوه خپره شوې خبرپاڼه د ولسمشر له خولې وايي:
”د افغانستان د خلکو دښمنان د دا ډول بریدونو په ترسره کولو؛ د افغانستان د پرمختګ مخه نه شي نیولی.“
وسله والو طالبانو په یوه خبر پاڼه کې د برید مسولیت منلی دی او افغان امنیتي ځواکونو ته یې د درنې مرګ ژوبلې د اړولو ادعا کړې ده.