په ډېره مځکه کوکنار کرونکي د امنیتي ادارو په مرسته نیول کیږي

د مخدرو موادو سره د مبارزې وزارت چارواکي وايي؛ هغه کروندګر چې په ډیره مځکه کوکنار وکري؛ نو د امنیتي ادارو په مرسته به ونیول شي.

د مخدرو موادو پر ضد د مبارزې د وزارت سلاکار "ذبیح الله دایم" د ازادي راډیو تر شنه اسمان لاندې خپرونې ته وویل؛ هیله لري چې، په دې اقدام سره به په افغانستان کې د کوکنارو کر راکم شي:

”موږ په ۲۰۱۴م کال کې پلان لرو، همدا اوس زموږ ټیمونه په سفر کې دي؛ څو هغه کروندګر چې په زیاته اندازه لکه پنځه هکتاره، لس هکتاره او یا تر دې زیاته مځکه باندې کوکنار کري؛ د ولایتونو د امنیتي ادارو په مرسته وپیژنو او ویې نیسو.“

دا په داسې حال کې ده چې، یوه نوې سروې ښيي، په ۲۰۱۳م کال کې په افغانستان کې د کوکنارو کر د ۲۰۱۲م کال په مقایسه په سلو کې ۳۶ زیات شوی دی.