ولسمشر کرزی: لویه جرګه یوازې له امریکا سره د امنیتي او دفاعي سند په اړه جوړیږي

افغان ولسمشر حامد کرزي یوځل بیا ټینګار وکړ چې؛ په جوړېدونکې لویه جرګه کې به یوازې له امریکا سره د امنیتي او دفاعي سند په اړه بحث کیږي.

ښاغلي کرزي نن د یوې خبري غونډې پرمهال وویل چې؛ د جرګې پرېکړې ته احترام لري او باید چې ګډون کوونکي یې په دې مساله کې له پوره دقت او استقلالیت څخه کار واخلي.

نوموړي وویل چې، د جرګې له پریکړې وروسته به دا سند ملي شورا ته لیږي.

ټاکل شوې مشورتي لویه جرګه راروانه پنجشنبې په کابل کې جوړه شي او څو ورځې به دوام وکړي.