په پاکستان کې د عاشورا د مراسمو پرمهال په شخړو کې۷ کسان ووژل شول

د پاکستان پلازمېنې اسلام اباد ته نژدې پرون د عاشورا مراسمو پر مهال په شخړه کې لږ تر لږه اووه کسان مړه او ٣٤ تنه نور ټپيان شول.

تاوتريخوالى هغه وخت پيل شو، چې شيعه ګان د عاشورا مراسمو پر مهال د سنيانو يوې ديني مدرسې ته ننوتل او دوه کسان يې له ځانونو سره راوايستل او بهر يې په کوڅه کې په وهلو- ډبولو مړه کړل.

په راولپنډۍ کې شيعه ګان وايي، دغو کسانو ورباندې توهين امېزه چيغې وهلې. په پېښه کې لږ تر لږه ٣٤ تنه نور چې زياتره يې پوليس دي او هڅه يې کوله د تاوتريخوالى مخنيوى وکړي؛ ټپيان شوي دي.

مدرسې ته نژدې ګڼ دکانونه په اور سوځېدلي دي. د ډزو راپورونه هم ورکړل شوي دي. سرتېرو وروسته امنيت ټينګ کړ.