البانيا د امريکا دا غوښتنه رد کړه چې؛ د سوريې کيمياوي وسلې په خپله خاوره کې له منځه يوسي.
د البانيا صدراعظم "ايدي راما" پرون جمعه په يوه کنفرانس کې وويل؛ چې هېواد ته يې دا ممکنه نه ده چې؛ په دغو عملياتو کې برخه واخلي:
”البانيا ته په پوره وفادارۍ، زموږ مهمو دوستانو او همکارانو ته په درناوي سره؛ زما پرېکړه دا ده چې د البانيا لپاره دا ناممکنه ده؛ څو په دې عملياتو کې شامله وي.“
البانيا يو له هغو هېوادونو دى چې ممکن د سوريې د کيمياوي وسلو د زېرمو د له منځه وړلو لپاره ځينې ساحې ولري؛ خو په دې هېواد کې د داسې اقدام مخالفت شوى دى.
په پلازمېنه "تايرانا" کې پرون په سلګونو کسان له دې اقدام سره د مخالفت او د صدراعظم اعلان ته د انتظار لپاره لارو کوڅو ته راووتل.
هلته په هاګ کې د کيمياوي وسلو د مخنيوي سازمان د جمعې په ورځ په خپله غونډه کې د دغو وسلو د له منځه وړلو پر مفصل مهالوېش بحث وکړ.
د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د پرېکړه ليک له مخې؛ چې په سپټمبر کې تصويب شوى؛ د سوريې کيمياوي وسلې بايد د ٢٠١٤م کال تر جون مياشتې پورې ويجاړې شي.