په حلب ښار کې د سوریې د یاغیانو یو مهم قوماندان وژل شوی دی

راپورونه وایي، د سوریې د یاغیانو یو مهم قوماندان وژل شوی دی. مخالف فعالان وایي، یوسف العباس په شمالي ښار حلب کې د سوریې د حکومتي ځواکونو په هوایي بمبارۍ کې وژل شوی دی.

په حلب کې د رژیم د مخالفانو خبري شبکه وایي؛ د پنجشنبې د ورځې هوایي برید کې هغه پوځي اډه چې یاغیانو نیولې؛ په نښه شوې وه. په حملې کې د قطر د ملاتړې ډلې "التوحید لوا" مشر عباس چې د یاغیانو تر ټولو ستره ډله ده، ووژل شو.

خبري شبکه وایي، په حمله کې دوه نور قوماندانان ټپیان شوي او د سوریې د شمال په ۴۵ کیلومیترۍ کي د ترکیې یوه روغتون ته انتقال شوي دي.

له کومې ورځې چې د بشار الاسد پر ضد پاڅون پیل شوی؛ په حلب ښار کې د یاغیانو او بشار الاسد د رژیم د ځواکونو ترمنځ چې د عراق او لبنان شیعه ډلې یي ملاتړ کوي، شخړې او جګړې روانې دي.