د سولې د عالي شورا مرستیال او د افغانستان د ولسي جرګې پخوانی غړی مولوي "عطاالله لودین" د ننګرهار د نوي والي په دندې ټاکل شوی دی.
د افغانستان د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکه اداره وایي؛ ښاغلی لودین د دې ادارې په وړاندیز او د جمهور رییس حامد کرزي په منظورۍ د ننګرهار د والي په دندې ټاکل شوی دی.
ښاغلي لودین په دیني علومو کې لوړې زده کړې کړي او تر وکالت مخکې یې د ننګرهار ولایت د څارنوال او د کابل د محاکمو د رییس په څوکیو هم کار کړی دی.
د افغانستان د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې په ویب پاڼه کې د ننګرهار د پخواني والي ګل آغا شیرزي د خدمتونو او لاسته راوړنو ستاینه کړې او د نوي والي لپاره یې د بریالیتوب هیله څرګنده کړې ده.