افغان ولسمشر: بشري حقونه دې د افغان ماشومانو د شاقه کارونو مخنیوی وکړي

ولسمشرحامد کرزي د بشري حقونو له مدافع ټولنو غوښتي دي چې؛ د کارګرو افغان ماشومانو د بشري حقونو خوندیتوب یقیني کړي.

ښاغلي کرزي په خپله راډیويي وینا کې چې تېره ورځ د جمهوري ریاست پر ویبپاڼه خپره شوه له میندو، پلرونو، استخدامونکو او د بشري حقونو له مدافع ډلو وغوښتل چې د ماشومانو د شاقه کارونو مخنیوی وکړي. ده له میندو او پلرونو وغوښتل چې خپلو ماشومانو ته تر وسې وسې د تعلیم امکان برابر کړي.

افغان حکومت که څه هم د ماشومانو د ستونزو د کمولو لپاره د نویو پروګرامونو خبر ورکوي خو وايي، اوس مهال د هېواد یو اعشاریه درې میلیونه ماشومان له بیلابیلو ستونزو سره مخامخ دي. د کار او ټولنیزوچارو وزارت وايي، په دې ډله کې د سړک د غاړې کارګر، معیوب، بې سرپناه، په مخدروموادو روږدي او هغه ماشومان شامل دي چې جنسي تیري ورباندې کیږي.