د امریکا ولسمشر له کانګرس څخه غوښتي دي چې؛ د ایران پرضد د نویو بندیزونو د طرحې له تصویبولو دې په داسې حال کې چې د دې هېواد د اټمي پروګرام په اړه خبرې روانې دي ډډه وکړي.
بارک اوباما پرون په سپینه ماڼۍ کې یوې خبري غونډې ته وویل؛ د دې لپاره چې تهران اټمي وسله ترلاسه نه کړي ترټولو غوره لاره خبرې اترې دي:
"که موږ د ډیپلوماسۍ په تعقیبولو کې جدي یو؛ نو د پخوانیو بندیزونو پرسر چې لادمخه اغېزمن ثابت شوي؛ د نویو بندیزونو لګولو ته هېڅ اړتیا نشته."
د اوباما اداره ټينګار کوي چې؛ له ایران سره په خبرواترو کې زیات وخت ته اړتیا شته څو د اټمي وسلې له جوړولو لاس واخلي؛ خو د کانګرس مخکښ غړي او د امریکا متحد هېواد اسراییل په دې نظر دي چې ښايي له ایران سره د خبرواترو په نتیجه کې بندیزونه له وخته مخکې له مینځه ولاړ شي او د دې پرځای دوی غواړي چې پر تهران د فشار لپاره لګول شوي بندیزونه باید لازیات شي.
له ایران سره د نړۍ د شپږو قدرتونو د خبرواترو نوی پړاو په بله اونۍ کې په پام کې دی.