امریکا ته له روسیې څخه د تخریب شویو اټمي سرګلولو د لېږلو تړون پای ته ورسېد

هغه شل کلن پروګرام چې له مخې یې د روسیې په تخریب شویو اټمي وسلو کې کارول شوي یورانیم د بیا استفادې لپاره امریکا ته انتقالېدل پرون وروسته له هغه پای ته ورسېده چې؛ په یورانیمو بار وروستۍ جوپه یې د روسیې له سنټ پیټرزبورګ څخه بالتیمور بندر ته روانه شوه.

دا تړون چې د (له مېګاټون څخه میګاواټ ته) په نوم مشهور و؛ د پخواني شوروي له سقوط وروسته په ۱۹۹۳ کال کې لاسلیک شوی و. هغه مهال دا وېره وه چې، د روسیې د اټمي وسلو سرګلولې له یوې زیاتې اندازې غني شویو یورانیمو سره ښايي د ناسمو خلکو لاس ته ورشي.

د دې پروګرام له مخې د شل زره اټمي سرګلولو له یورانیمو سره انډول نژدې پنځه سوه متریک ټنه په لوړه درجه غني شوي یورانیم باید د امریکا په تاسیساتو کې په اټمي سونګ موادو واړول شي.

همدا مواد په تېرو دوو لسیزو کې د امریکا د تجارتي اټمي انرژۍ تقریباً نیمايي سونګ مواد و او د امریکا د برېښنا د انرژۍ په سلو کې شاوخوا لس ورڅخه ترلاسه کېدل.