په لغمان ولایت کې په وسله واله نښته کې پینځو تنو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د لغمان ولایت ویاند سرحدي ځواک ازادۍ راډیو ته وویل، چې تېره ورځ ناوخته د دې ولایت د الینګار ولسوالۍ د سنګر په سیمه کې د افغان امنيتي ځواکونو د چاڼيزو عملیاتو پر مهال له وسله والو طالبانو سره وسله واله نښته ترسره کړه، چې په پایله کې یو تن وژل شوی او څلور تنه نور ټپيان شول.
د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د یادې نښتې په اړه څه نه دي ویلي،خو ادعا کوي،چې د لغمان په دولت شاه ولسوالۍ کې يي تېره ورځ پینځه تنه امنيتي سرتيري وژلي دي.