کابل ښاریانو د عاشورا مراسمو ته پر نیول شوو تدابیرو شکایت وکړ

یو شمېر خلک شکایت کوي چې؛ د کابل ښار په ځینو سیمو کې د عاشورا مراسم په داسې شکل ولمانځل شول چې؛ خلکو ته یې ستونزې پیدا کړې وې.

دې مراسمو ته امنیتي تدابیر جدي وو او د ښار اکثره لارې او سړکونه د خلکو او ترافیکو پر وړاندې تړلي و.

په کابل ښار کې د عاشورا د ورځې مراسمو ته سږ کال د تیرو کلونو په نسبت امنیتي تدابیر جدي وو.

دا مراسم اکثره د ښار په غربي برخه، چنداول، مراد خاني، نوی ښار او ځینو نورو سیمو کې ترسره شول.

تکېه خانو او داسې نورو ځایونو ته چې؛ دا مراسم په کې کېدل، لارې او سړکونه یې تړل شوي وو.

خو د ښار ځینو اوسیدونکو شکات کاوه چې؛ د عاشورا د ورځې لمانځنې دوي ته ستونزې پیدا کړې دي، څوتنو ازادۍ رادیو ته وویل:

"۱ ـ دا مراسم که په خاصو ځایونو کې ترسره شي، ښه به وي اوس ټولې لارې تړلې، څو ک ناروغ، څوک کار ته ځي، څوک غریبۍ پسې ځي، خو نه دي تللي.

۲- زه غواړم غوربند ته لاړ شم، کورنۍ او ماشومان راسره دي، درې وارې د عیدګاه له جوماته ګرچاپیره وګرځیدم ټولې لارې بندې دي او موټر نشته.»


عاشورا چې؛ د محرم د میاشتې له لسمې سره برابره ده، هر کال په افغانستان او د نړۍ په اکثرو هېوادونو کې د مسلمانانو له خوا لمانځل کېږي.

دیني عالمان وایي، د "یوشپېتم قمري کال" په همدې ورځ د یزید ځواکونو د اسلام د پیغمبر ص لمسی امام حسین او د کورنۍ غړي یي شهیدان کړل.

دا مراسم د هېواد د نورو ولایتونو په نسبت په مرکز کې له یوه کال څخه بل ته پراخیږي.

اوس مهال د کابل ښار د مختلفو سیمو د تکېه خانو او جوماتونو پر دیوالونو او دروازو پر تورو ټوټو لیکل شوي مذهبي شعارونه ترسترګو کېږي.

همدا رنګه د شیعه مذهب پیروان، ډلې ډلې، په موټرو کې په داسې حال کې چې؛ مذهبي جنډې ورسره وي، د ښار له یوې سیمې نه بلې ته ځي.

ځیني کارپوهان په دې باور دي چې؛ د عاشورا مراسمو په وروستیو کلونو کې سیاسي بڼه نیولې ده او ګاونډي هېواد ایران په دې برخه کې زیاتې هڅې کوي، احمد سعیدي وایي:

"په وروستیو څو کلونو کې لیدل کېږي چې؛ د عاشورا مراسمو سیاسي بڼه نیولې ده، ځیني د قدرت خاوندان غواړي سیاسي ګټې ترې پورته کړي.

په دې ایران ډیره هڅه کړې ده."


د کابل ښارد چنداول د جامع جومات متولي محمد مهدي شیخ زاده وایي، د عاشورا د مراسمو هدف یوازې او یوازې د امام حسین د شهادت د ورځې یادول او هغه ته دعا کول دي او نورو خلکو ته په کې مزاحمت کول حرام دي:

"هدف د دې ورځې له نمانځلو د حسین، اسلام او د خدای د پیغمبر ص په لاره تګ دی.

امام حسین د ظلم، او بې عدالتۍ پر وړاندې قیام کړی و.

په دې برخه هر ډول انسان ځورونه، حرام دي. خلکو ته باید په هیڅ ډول زیان ونه رسیږي."


ځیني خلک وایي، د هېواد په اوسنیو امنیتي شرايطو کې په کار ده چې؛ د دې ورځې په نمانځلو کې پوره دقت وشي.

وړم کال په همدې ورځ د دې مراسمو پر مهال د کابل ښار د ابواالفضل د جومات مخې په یوې انتحاري حمله کې څه باندې پنځوس تنه ووژل شوي وو.

راپور: خان محمد "سیند"