هلمند: د نارینه وو په نسبت ښځو د رایې ورکولو اویا فیصده کم کارتونه اخیستي

په هلمند کې د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون چارواکي وايي، د نارینه وو په نسبت ښځو د رایې ورکولو اویا فیصده کم کارتونه اخیستي.

په هلمند کې د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د ساحوي دفتر رییس قدرت الله نقشبندي ازادي راډیو ته وویل د کلتوري مسایلو له امله یې په ځینو ولسوالیو کې ښځینه کارکوونکې نه درلودې ځکه خو کمو ښځو کارتونه واخیستل.

له ځینو نورو ولایتونو څخه هم داسې راپورونه ورکړل شوي وو چې کمو ښځو کارتونه اخیستي دي.

د انتخاباتو خپلواک کمیسیون وايي چې؛ تر اوسه څه باندې درې میلیونو کسانو کارتونه اخیستي چې څلور دیرش فیصده یې ښځې دي.