په فیلیپین کې له توپان ځپلو سره د مرستو لپاره نړېوالې هڅې تیزې شوي دي.
د امریکا د یو اس اس جورج واشنګټن الوتکۍ وړونکې کشتۍ به نن ماښام فیلیپین ته ورسیږي.
په دغې کشتۍ کې د بحري ځواک پنځه زره عسکر او څه باندې اتیا الوتکې ځای پرځای دي.
په فیلیپن کې له مخکې له درې زرو زیات امریکایي عسکر دیره دي.
جاپان هم په پام کې لري چې؛ تر زرو پورې عسکر، الوتکه او کشتۍ فیلیپن ته واستوي.
د فیلیپن ولسمشر بینیګنو اکینو تر فشارلاندی دی چې؛ توپان ځپلو ته چې د دې هېواد په تاریخ کې تر ټولو ناوړه توپان بلل شوی، د خوراکي موادو، اوبو او روغتیایي خدمتونو چارې ګړندۍ کړي.
پرون د فیلیپن په مرکزي برخه کې د وریځو او نورو وسایلو ګدامونه لوټ شول.
تر اوسه پورې د دغه توپان له امله د ۲۳۵۷ کسانو مړینه تایید شوې ده.