د فراه چارواکي وایي چې؛ نن غرمه مهال د دې ولایت په پشت رود ولسوالۍ کې د ماین په چاودنه کې دوه زده کوونکي وژل شوي او درې تنه ټپیان دي.
د فراه د والي ویاند عبدالرحمن ژوندي آزادي راډیو ته وویل چې ماین د مساو کلي د ښوونځي مخې ته ښخ شوې وو او کله چې زده کوونکې له ښوونځي را ووتل پرې وچاودید.
په عین حال کې د ارزګان د والي ویاند عبدالله همت آزادي راډیو ته وویل چې د دې ولایت په چارچېنو ولسوالی کې د ماین په چاودنه کې یو زده کوونکې وژل شوې دې.