د امریکا په فلوریدا او تکزاس کې دوه تنه بندیان اعدام شول


د امریکا د متحده ایالاتو په فلوریدا او تکزاس ایالتونو کې دوه تنه بندیان چې اعدام ته برابر شوي وو، د سې شنبې په ورځ اعدام شول.

په فلوریدا ایالت کې ۴۰ کلن داریوس کېمبروو وروسته له هغې اعدام شو چې؛ سترې محکمې یي وروستۍ مرافعه رد کړه.

کېمبروو په ۱۹۹۱ کال کې پر یوې ۲۸ کلنې ښځې باندې د جنسي تیري او د هغې د وژلو په جرم محکوم شوی و.

په تکزاس ایالت کې ۴۹ کلن جیمي مکوسکې په ۱۹۹۱ کال کې په هیوسټن ښار کې د یوې ښځې او د هغې د شل کلن خاوند د تښتولو، په ښځې باندي د جنسی تیري او د هغې د خاوند د وژلو په جرم په اعدام محکوم شوی و.

د دغو دوو کسانو په اعدام سره په روان کال کې په امریکا کې د اعدام شویو کسانو شمير تر اوسه ۳۴ ته ورسیده.

په فلوریدا ایالت کې په روان کال کې ۷ تنه بندیان اعدام شوي او تکزاس ایالت کې دا شمیر پنځلسو ته رسیدلی دی.

امریکا او جاپان د سترې ډموکراسۍ لرونکو هیوادونو په ډله کې یوازینې هیوادونه دي چې لا هم مجرمانو ته د اعدام سزاو ورکوي.