خپلواک: په سرحدونو کې د ګاونډیو د لاسوهنې هڅې روانې دي

د حقیقت څه دی، په دې پروګرام کې مو د سرحدونو او قبایلو چارو له وزیر محمد اکرم خپلواک سره د سرحدونو په موجوده ستونزو خبرې کړي.

ښاغلي خپلواک تاییدوي چې؛ دا مهال په سرحدونو کې د ګاونډیو هیوادونو لاسوهنه او د لاسوهنې هڅې روانې دي، خو وایي چې دا لاسوهنې بیلابیلې دي او هر یوه یې بیل هدف لري.

دوی وایي، د سرحدي سیمو د ستونزو د مخنیوي لپاره پلانونه لري، خو عملي کیدل یې ډیر وخت او بودجې ته اړتیا لري.

Your browser doesn’t support HTML5

حقیقت څه دی؟