د افغانستان د ملي امنیت لوی ریاست وايي؛ چې په پروان ولایت کې یې څلور تنه وسله وال مخالفین نیولي، چې د تیلو په ټانکرونو کې یې ماینونه ځای پر ځای کول.
دغه ریاست په یوه خبرپاڼه کې ویلي؛ دغو کسانو منلې، چې په جبل سراج، بګرام او د کابل ـ پروان پر لویه لار یې د طالبانو په غوښتنه، په ټانکرونو کې د مقناطیسي ماینونو په ځای پر ځای کولو کې لاس درلود.
څه وخت مخکي په پروان ولایت کې د تیلو په انتقالوونکو ټانکرونو کې لومړی چاودنې او بیا اورونه بل شول، چې خلکو ته یې مالي زیانونه پيښه کړه.