د کورنیو چارو وزارت نن په کابل کې شل ټنه نشه يي توکي، چې په تېرو لسو میاشتو کې د پولیسو له خوا نیول شوي وو؛ وسوځول.
د دې وزارت له نشه يي توکو سره د مبارزې مرستیال باز محمد احمدي د دغو موادو د سوځولو پر وخت خبریالانو ته وویل؛ چې د دغو موادو ډیره برخه په کابل ولایت کې نیول شوې وه.
نوموړی وايي، د نشه يي توکو ډیر قاچاق اوس د کابل ولایت له لارې نورو ځایونو ته کیږي.