"له سوریې څخه مصر ته یونیم زر تښتېدلي کسان په مصر کې نیول شوي"

د بشري حقونو د څارنې نړیوال سازمان (Human Rights Watch) وايي؛ لږترلږه یونیم زره تنه چې له سوریې مصر ته تښتیدلي وو، نیول شوي او په زور بیرته وتلو ته اړ شوي دي.

د بشري حقونو د څارنې دا سازمان چې مرکز یې په نیویارک کې دی؛ وايي چې، په نیول شویو کسانو کې درې سوه تنه هغه فلسطینیان دي چې؛ په سوریه کې اوسیدل او اوس مصر ته تښتیدلي وو.

په دې کې دوه نیم سوه ماشومان هم شاملیږي.

زیاتو کسانو چې له سوریې مصر ته ور تښتیدلي وو، هلته د مایوسونکي حالت سره د مخامخ کېدو په خاطر هڅه کوله چې د قاچاقبرانو په بیړیو کې اروپاته ولاړ شي.

د بشري حقونو د څارنې نړیوال سازمان وايي، په مصر کې په ځانګړي ډول د سوریې څخه ورتښتیدلي فلسطینیان په نښه شوي دي.

د دې سازمان د منځني ختیځ او افریقا د شمال د چارو مرستیال جو ستورک ویلي؛ مصر باید دا نیول شوي کسان ژر تر ژره خوشي کړي او ملګرو ملتو ته اجازه ورکړي چې دې کورنیو ته د نړیوال قانون له مخې مرستې ورسوي.

د مصر حکومت وايي درې لکه کسان د سوریې څخه ور تښتیدلي دي.