د امریکا د بهرنیوچارو وزیر جان کري نن هیله څرګنده کړه چې؛ په څو میاشتو کې به د ایران د اټمي پروګرام د لانجې د حل لپاره داسې موافقه وشي چې؛ د ټولولپاره د منلو وړوي.
ایران او د نړۍ شپږو قدرتو (5+1) تیره اونۍ په جینوا کې درې ورځې خبرې وکړې.
جان کرې نن په متحده عربي اماراتو کې خبریالانو ته وویل؛ د عمده قدرتونو استازو د جینوا په خبرو کې د یوې موافقې لپاره متحد دریځ غوره کړی و؛ خو ایراني لوری ونه توانید چې په هغه ځانګړي وخت کې موافقه وکړي:
"هلته واحد دریځ و، خو ایران ونه شوای منلای. په هغه ځانګړې شیبه کې، دوی ونه توانیدل چې هغه ځانګړې موافقه ومني."
کري زیاته کړې چې متحد ایالات د داسې یوې معاملې لپاره بیړه نه لري او باور یې څرګند کړی چې، داسې معامله به د امریکا د متحد، اسراییل ساتنه هم وکړي.
ټاکل شوې چې د ملګرو ملتو د امنیت شورا پينځه دایمي غړي او جرمني چې پینځه جمع یو ورته ویل کیږي؛ د روانې میلادي میاشتې په شلمه د ایران د استازو سره بیا خبرې وکړي.
په عین حال کې، د ملګرو ملتو د اټمي انرژۍ د څارنې د نړیوالې ادارې مشر "یوکیا امانو" نن ایران ته ورسید.
یوکیا امانو تهران ته د رسیدو سره سم د ایران د اټمي پروګرام په اړه د موجودو اندیښنو د لري کولو لپاره د ګډې همکارۍ موافقه لاسلیک کړه.