د مشرانو جرګې یو شمیر غړي ادعا کوي، چې له امریکا سره د امنیتي تړون په اړه جوړیدونکې مشورتي لویه جرګه یوه حکومتي جرګه ده.
د مشرانو جرګې یوه غړي عبدالحنان حق ویون نن په کابل کې خبریالانو ته وویل چې؛ د لویې جرګې رییس او نور چارواکي مخکې له مخکې د حکومت له خوا ټاکل شوي په داسې حال کې چې دا کسان باید خپله جرګه وټاکي.
نوموړي ونه ویل چې حکومت څوک د مشورتي لویې جرګې د رییس په توګه ټاکلی دی.
خو د مشورتي لویې جرګې د جوړېدو د کمیسیون ویاند عبدالخالق حسیني پشه یي له ازادي راډیو سره په خبرو کې دا تورونه رد کړل او ویې ویل چې جرګه به په خپله خپل رییس ټاکي.
ټاکل شوې دا مشورتي جرګه د روانې عقرب میاشتې په وروستیو کې جوړه شي چې؛ دوه نیم زره کسان په کې ګډون کوي.