د سراج الدین حقاني ورور نصیر الدین حقاني په اسلام اباد کې وژل شوی دی

د افغانستان استخباراتي چارواکي وايي چې، د حقاني شبکې د مشر سراج الدین حقاني ورور نصیر الدین حقاني په پاکستان کې د نامعلومو وسله والو په ډزو وژل شوی.

د افغانستان د ملي امنیت د عمومي ریاست یوه جګپوړي چارواکي ازادي راډیو ته د نوم د نه خپریدو په شرط وویل چې؛ دا پيښه تیره شپه په اسلام آباد کې شوې ده.

خو په دې اړه یې نور جزیات ورنه کړل.

د حقاني شبکه د پاکستان په قبایلي سیمه وزیرستان کې فعالیت کوي؛ چې تر ډیره په کابل ښار او ځینو نورو ولایتونو کې په ډله ییزو او انتحاري حملو کې لاس لري.