د م.م د اټمي انرژۍ د څارنې د نړیوالې ادارې مشر تهران ته ولاړ

د ملګرو ملتو د اټمي انرژۍ د څارنې د نړیوالې ادارې مشر یوکیا امانو به نن د داسې ادعاو د سپیناوي لپاره چې تهران د اټمي بم جوړولو هڅې کوي، نن تهران ته ورسیږي.

يوکيا امانو په داسې حال کې تهران ته ځي چې؛ په جنيوا کې د ایران او نړيوالو قدرتو ترمنځ درې ورځنی مذاکرې بې نتیجې پای ته ورسیدې.

ټاکل شوې چې د ایران د اټمي پروګرام په اړه د نوامبر پر شلمه یو وار بیا په نړیواله کچه خبرې وشي.

د ملګرو ملتو د اټمي انرژۍ د څارنې د نړیوالې ادارې مشر یوکیا امانو تهران ته تر روانیدو مخکې وویل:

"هيله لرم چې د جدي موضوعاتو د حل لپاره راتلونکې غونډه به واقعي نتيجه ولري؛ څو دا يقيني شي چې د ايران اټمي پروګرام يوازې او يوازې سوله ييز اهداف لري.“

ايران د لوېديځو هېوادو دا ادعاوې چې تهران د اټم بم جوړلو هڅه کوي؛ رد کړې ده.