د شمالي ولایتونو ځینو کوچیان له یوشمېر ستونزو سر ټکوي

د شمالي ولایتونو یو شمېر کوچیان په خپلو سیمو کې د امنیت له خرابوالي، د ژوندانه د امکاناتو له نه موجودیت او په دولتي پوسټونو کې د دوی له کمې ونډې شکایت کوي.

له شمال څخه د آزادي راډيو خبر یال وایي؛ دوی دا شکایتونه نن په بلخ ولایت کې د کوچیانو په چارو کې د ولسمشر سلاکار عبدالقادر کوچي ته وکړل.

ښاغلي کوچي پرون پينځو شمالي ولایتونو ته په دې هدف خپل سفر پیل کړی چې؛ د کوچیانو ستونزې وارزوي.