د نورستان والي محمدتمیم نورستاني د دې ولایت د پولیسو د اختلاس شویو تنخواګانو د بېرته ترلاسه کولو خبر ورکړی.
جمهوري ریاست په یوه بیان کې چې پرون خپور شو ویلي، ښاغلي نورستاني د ولسمشرحامدکرزي په مشرۍ د ملي امنیت شورا په پرونۍ غونډه کې د تنخواګانو په اختلاس کې د دخیلو کسانو د عدلي او قضايي تعقیب په اړه ډاډ ورکړ.
د راپورونو له مخې څه باندې دوه کاله مخکې د میلیونونه افغانیو په ارزښت د نورستان د پولیسو تنخواګانې د پخواني والي جمال الدین بدر، د امنیه قوماندان او د ولایت د مالي آمر له خوا اختلاس شوې وې. ښاغلي الدین بدر دا تورونه رد کړي دي.
د بیان له مخې د امنیت شورا په غونډه کې همداراز د نورستان پر امنیتي حالت هم بحث وشو، والي تمیم نورستاني وویل، د دې ولایت امنیت په ښه کېدو دی او د کونړ، پارون لویه لاره د ترافیک پرمخ پرانیستل شوې ده.
د یوه بل خبر له مخې د میدان وردګو د سیدآباد ولسوالۍ د دارالعلوم معتمد او دوه همکاران یې د څه کم دوه میلیونه افغانیو د اختلاس په تور نیول شوي دي.
د میدان وردګوولایت مطبوعاتي دفتر په یوه بیان کې ویلي، امنیتي ځواکونو قاري عبدالهادي او د ده شریکان په دې وروستیو کې هغه مهال ونیول چې د یو میلیون او اته سوه زره افغانیو له اختلاس وروسته یې غوښتل د جعلې اسنادو په وسیله نورې درې سوه زره افغانۍ هم وباسي.