په سعودي عربستان کې زرګونه کارګرانو چې اکثریت یې افریقایان دي؛ وروسته له دې چې له پولیسو سره د دوی د تېرې شپې په نښتو کې یو سعودي تبعه او یو نا معلوم کارګر مړه او ۶۸ تنه نور ټپیان شول؛ په ریاض کې غونډه وکړه او خپلو هېوادو ته د ستنېدو غوښتنه یې وکړه.
دوی دا غوښتنه وروسته له هغه وکړه چې؛ د پلازمېنې ریاض په "منفوحه" ناحیه کې پټ شوي سلګونه کارګران د تاوتریخوالي د پای ته رسولو لپاره پولیسو ته تسلیم شول.
په دې سیمه کې کړکېچ پنځه ورځې مخکې هغه مهال پیل شو چې؛ د غیرقانوني مهاجرو کارګرانو د تصفیې په مقصد د پولیسو د عملیاتو په ترڅ کې یو حبشی کارګر ووژل شو.
سعودي چارواکو د غیرقانوني بهرنیو کارګرانو لپاره له اوه میاشتنۍ عفوې وروسته د تېرې دوشنبې په ورځ د هغو کارګرانو تصفیه پیل کړه چې؛ یا یې د کار جواز ختم شوی او یا یې د خپلو رسمي مالکانو لپاره کار پریښی و.