"بریتانوي خوردضابط ته دې سخته سزا ورکړ شي"

ابزرور (The Observer) خپرونې د هغه بریتانوي خوردضابط په اړه مقاله خپره کړې چې؛ په هلمند کې د یوه زخمي وسله والو د وژلو په جرم محاکمه شو.

خپرونه وايي، د بریتانیې د وسله والو ځواکونو یوه پخواني مشر دې خورد ضابط ته د تر ټولو شدیدې سزا غوښتنه کړې ده.

د بریتانيې د پوځ پخواني قوماندان لارد ګوترې د بریتانې د شاهي سمندري ځواکونو د عسکر لپاره د عفوې د غوښتنو مخالفت کړی.

ده د یکشنبې په ورځ یې ابزرور خپرونې ته ویلي: قتل، قتل دی. دې عسکر ته باید شدیده سزا ورکړه شي.

لارد ګوترې زیاته کړې، بریتانوي عسکر ان که د جګړې تر فشارلاندې فعالیت کوي، باید د قانون په وړاندې مستثنی ونه ګڼل شي.

خو د بریتانیې چاپ بلې ورځپاڼې، ټلیګراف (The Telegraph) په ورته مساله په یوه مقاله کې د لوړ رتبه بریتانوي پوځي چارواکو په حواله لیکلي، د دې خورد ضابط د محاکمې په وخت کې باید دېته پام وشي چې؛ بریتانوي ځواکونو په هلمند کې د جګړې تر شدید فشار لاندې فعالیت کاوه.

ورځپاڼې د بریتانیې د پخواني پوځي جنرال جولیان تامپسن دا خبره راخیستې چې؛ په هلمند کې د دوي د سمندري ځواکونو د خورد ضابط کار د عفوې وړنه دی خو د هغه لپاره د سزا په ټاکلوکې نرمښت به مناسب وي.

په مقابل کې یې د بریتانیې د وسله والو ځواکونو قوماندان جنرال نیک هوګټون ویلي، د وسله والو طالبانو د زخمي وژل وحشتناک جرم دی او هغه خورد ضابط ته چې دا زخمي یې وژلی، د عفوې کول به غلط کار وی.

ټلیګراف د بریتانیې د پوځي ځواکونو د قوماندان په حواله لیکلي: د دې خورد ضابط عفوه کول به هغه اخلاقي برلاسي چې موږ یې پر دښمن لرو، تخریب کړي.

بریتانوي ورځپاڼو تیره اونۍ خبر ورکړ چې؛ د سمندري ځواکونو یو خورد ضابط په هلمند کې د وسله والو طالبانو د یوه زخمي د وژلو په خاطر محاکمه شو.

رپوټونه وايي چې؛ پيښه په ۲۰۱۱ (میلادي) کال کې شوې وه.

دا اول وار دی چې؛ یو بریتانوی عسکر د افغانستان او عراق په جګړه کې، د قتل په تور محاکمه او مجرم پیژندل کیږي.

دی په ابدي حبس محکومیدلای شي او حکم به یې راتلونکې میاشت اعلان شي.

ټلیګراف ورځپاڼه په یوه بل مطلب کې د یوه بریتانوي عسکر د ژوند کیسه کړې چې د افغانستان په جګړه کې یې دوې پښې او یو لاس پرې شوو.

ټلیګراف ورځپاڼې په یوه بله مقاله کې د هغه بریتانوي عسکر د ژوند کیسه کړې چې د افغانستان په جګړه کې په ماین الوتی وو.

ورځپاڼه لیکي، اندي ريډ په مالین الوتی وو ، غبرګې پښې او یو لاس یې پرې شوي دي.

اندي اوس غواړي چې؛ خپل ماشوم زوی ته دا ورزده کړي چې څرنګه د ژوند او راتلونکې په اړه مثبت فکر وکړي، اندي ویلي:

"زه باید ژوند وکړم او خوشبین وه اوسم. اوس خبره یوازې زما د راتلونکي نه ده. که زما زوي، ویلیم، وګوري چې پلار یې هر وخت شکایت کوي او مایوس دی نو د هغه اینده به څه شی وي؟"

بریتانوي عسکر اندي رید زیاتوي، څو شپې مخکې یې د خپل یوکلن زوی لپاره یو لیک لیکلي چې؛ خپله ټوله کیسه یې په کې کړې ده.
اندي د دې لیک په یوه برخه کې لیکلي:

پلار د بدو خلکو د پيدا کولو لپاره ګزمه کوله، په ماین وخوت ، لویه چاودنه وشوه ، خاورې هوا ته پورته شوې او فضا د دوړو څخه ډکه شوه.