د ایران ولسمشر وايي، هېواد به يې د یورانیمو د غني کولو د پروسې په ګډون له خپل اټمي حق تیر نه شي.
د ایران دولتي خبري اژانس اسنا د حسن روحاني په حواله ویلي چې؛ د ایران د اټمي پروګرام په برخه کې یو لړ سرې کرښې دي چې؛ له هغې تیریدلی نه شي.
له دې یوه ورځ وړاندې په جینیوا کې د ایران او د نړۍ د ۶ قوتونو ترمنځ د تهران د اټمي پروګرام په اړه خبرې بې نتیجې پای ته ورسیدې.
بل لورته د اروپايي ټولنې د بهرنیو اړیکو مسوولې کترین اشټن ویلي؛ د یاران د اټمي شخړې د حل په برخه کې لا هم اختلافات موجود دي:
په عین حال کې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر جان کري خبرداری ورکړی چې؛ د ایران د اټمي پروګرام د حل لپاره به د ډیپلوماټیکو هڅو دروازه تر نا معلومې نیټې پورې پرانستې نه وي.