په داسې حال کې چې په روانه میاشت کې له امریکا سره په امنیتي او دفاعي تړون مشورتي لویه جرګه رابلل کیږي، د افغانستان او امریکا چارواکو یو ځلې بیا په دې تړون خبرې وکړې.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند جانان موسی زي نن په کابل کې خبریالانو ته وویل چې؛ د بهرنیو چارو د وزارت سرپرست ضرار احمد مقبل عثماني د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا د ځانګړي استازي له مرستیال سره په کابل کې په دې اړه وغږېده:
چارواکي وايي چې، د روانې عقرب میاشتې په وروستیو کې به په مشورتي لویه جرګه کې چې په کابل کې جوړیږي، د خلکو دوه نیم زره استازي به په دې اړه پرېکړه وکړي چې؛ ایا له امریکا سره امنیتي او دفاعي تړون لاسلیک شي او که نه .
که دا تړون وشي نو له دوه زور څوارلسم کال نه وروسته هم یو شمېر امریکايي عسکر په افغانستان کې پاتې کیږي.