زابل: د بهرنیو ځواکونو په عملیاتو کې اتلس تنه وسله وال وژل شوي دي

د زابل سيمه ‌ييز چارواکي وايي، په دغه ولايت کې بهرنيو سرتېرو د طالبانو پر ضد عمليات کړي دي، چې په کې د اتلسو تنو وسله والو د وژلو ادعا کوي.

بهرنيو سرتېرو دغه عمليات پرون د زابل د ارغنداب ولسوالۍ په کورغان سيمه کې کړي دي، چې د چارواکو په خبره په کې اتلس تنه وسله وال وژل شوي او څلور نور ژوبل دي.

د ارغنداب ولسوال حاجي موموند نصرت‌يار وايي، په وژلو شويو کسانو کې د طالبانو دوه تنه وتلي سيمه‌ييز قومندانان هم شامل دي.

دی د وژلو شويو طالب قومندانانو نومونه مولوي محمد نعيم او ملا لالی ښيي.

ځينې سرچينې وايي، د بهرنيو سرتېرو په بمبار کې عام وګړي هم وژل شوي، خو ولسوال يې ادعاوې بې اساسه بولي.

تر اوسه پورې لا طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي.