د ايران د بهرنيو چارو وزير وايي؛ د خپل هېواد د لانجمن اټمي پروګرام په اړه له نړېوالو قدرتونو سره بشپړې موافقې ته نه دي رسېدلي.
ايسنا خبري اژانس د جواد ظريف دا خبرې رااخيستي چې پرون يې ويلي؛ لا هم په دې برخه کې اختلافات شته.
ده وويل، موږ د ځينو پوښتنو په برخه کې يوې موافقې ته ورسېدو؛ خو د ځينو نورو په اړه لا هم اختلافات شته.
ظريف وويل، دا ډېره ”ليرې“ خبره ده چې، نن يکشنبه دې په جنيوا کې دغه خبرې دوام پيدا کړي.
ظريف دا خبرې د کېدونکې موافقې په اړه تر هغې نسبي خوشبينۍ وروسته وکړې؛ چې د امريکا، فرانسې، جرمني، بريتانيا، روسيې او چين د بهرنيو چارو وزيران جنيوا ته لاړل؛ څو د پنج شنبې په ورځ د پيل شويو خبرو اترو ته قوت وروبخښي.