په ننۍ تاندې څانګې کې مو دا موضوع د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي د پښتو څانګې له ځينو محصلانو او استادانو سره شریکه کړې.
مونو ګراف هغه تحقيقي لیکنه ده چې محصلان یې د فراغت پر مهال پخپله څانګه کې په یوه اړونده موضوع لیکي. مونوګرافونه معمولاً تر مقالو اوږده او تر کتابونو واړه وي او په یوه واحده موضوع داسې لیکل کیږي چې موضوع پکې بشپړه او نتیجې ته رسیدلي وي. د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي د پښتو څانګې ځوان استاد اجمل ښکلی وايي چې مونوګراف که یو خوا د یوه محصل ارزونه ده چې په خپله څلورکلنه تحصیلي دوره کې یې څومره څه زده کړي نو بلخوا د سند اخيستلو لپاره هم یو حتمي شرط بلل کیږي.
استاد ښکلی وايي چې زیاتره محصلانو ته په څلورم یاني په وروستي کال مونوګراف وریاد شي، خو ښه دا ده چې له لومړي کاله یې په فکر کې واوسي. دی د مونوګراف د پيلولو ځينې لارې چارې یادوي.
خو د محصلانو له زړه یو الله خبر دی. چې د مونوګراف لیکلو پر مهال یې زړونه د ويښته هومره نري شي.
د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي د پښتو څانګې داسې ګڼو محصلانو سره مخ شوم چې په بیا بیا يې د مونوګراف موضوع رد شوې وه.
د محصلانو تر منځ یوې پيغلې واصله بیان بیا له هغې درې کسيزې کمیټې ګیله لرله چې د محصلانو موضوع په بیلا بیلو دلیلونو ردوي.
خو د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي استاد او د مونوګراف د څآرنې د درې کسیزه هغې کمیټې غړی چې له دریو مشرانو استادانو جوړه شوې، استاد محمداجان حقپال وايي چې د دوی لپاره نوې موضوع نه بلکې د محصل د قابلیت پيژندل مهم دي چې د مونوګراف په لیکلو کې ورڅرګنديږي. خو دی وايي ښايي د دې لپاره زړې موضوګانې رد شي او له دوی سره لږه سختي وشي چې استادان غواړي پښتو ادب ته نوي مطالب ورزیات شي.
ضياء اسلام شیراني هم نوموړي پوهنځي د څلورم کال محصل دی. دی بیا له دې کمیټې په دې ځوریږي چې موضوع او لارښود استاد د ده په خوښه نه بلکې د کمیټې په خوښه ورته ټاکل کیږي.
استاد اجمل ښکلی بیا د موضوع انتخاب د محصل حق بولي خو دا مني چې د مونوګراف موضوع د درې کسیز بورډ لخوا ارزول کیږي.
د ضياء اسلام شیراني په څير ځينو محصلانو یادې کمیټې ته په عریضه کې د یوه استاد نوم لیکلی خو لارښوونه ورته یو بل استاد کوي، ځکه... له ځينو ځوانو او تکړه استادانو دا حق اخیستل شوی چې د یوه محصل لارښود استاد واوسي.
خو استاد حقپال وايي چې ځينې لایقه استادان له دې امره مستثنى دي، خو زیاتوي چې د پوهیالي، پوهنیار او پوهنمل رتبې والا پخپله لا شاګردان دي، ځکه نشي کولی چې د یوه محصل لارښود استاد واوسي.
ځينې محصلان وايي چې د مونو ګراف لیکلو لپاره یې ډير وخت د معلوماتو او ماخذونو په پيدا کولو تیريږي، خو اخر یې هم وخت ضایع شي او هم څه په لاس ورنشي. دوی وايي چې که په نوې موضوع کار کوو نو مالومات به له کومه شي.
استاد حقپال هم وايي چې د کتابونو او د معالوماتو د پيدا کولو په برخه کې له ستونځو سره مخ دي. خو هیله کوي چې په دې برخه کې دې له پوهنتونونو سره مرسته وشي.
د مونو ګراف لیکلو په برخه کې یوه بله جدي ستونځه د تیارو لیکل شویو مونوګرافونو خرڅول دي. بس یوازې د لیکونکي نوم بدلول دي او بس... دا شکایت هم ځینو محصلانو درلود.
د دې مشکل د مخنيوي په اړه استاد محمدا جان حقپال ویل چې دوی یې د درې کسيزې کمیټې په مټ مخنیوی کړی، خو بیا هم پوره ډاډه ندی او وايي چې ښايي یو نیم داسې مونوګراف هم له مخې تیرې شي.
خو استاد اجمل ښکلی بیا وايي چې د دې مشکل مخنيوی تر هغه ناممکن دی، چې د افغانستان د ټولو پوهنتونونو تر منځ یوه همغږي او یو میکانیزم نه وي رامنځ ته شوي، دی همداراز په دې برخه کې اخلاقي ژمنتیا هم ضروري بولي. دی وايي چې که څوک تیار یا د بل چل لخوا په لیکل شوي مونوګراف سند اخلي نو خپل وجدان ته به تر اخره ملامت وي، خو که پخپله یې وليکي نو هم به يې حیثیت ته ګټه ورسيږي او هم به يې پخپله برخه کې یوه عملي تجربه ترسره کړي وي.
د یوه محصل مونوګراف د ټاکلې کمیټې او د لارښود استاد له تايئد وروسته بشپړیږي او لیکوال محصل یې د سند حقدار بلل کیږي. په پای کې د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي د پښتو څانګې د وروستي کال محصلې مرضیې له ټولو لیکوالانو، شاعرانو او څیړونکو یوه غوښتنه لرله، ویل یې که دوی خپلې لیکنې د کتاب په بڼه د چاپيدو تر څنګ انټرنټ هم پورته کړي نو د دې په څېر محصلانې به په کتابونو پسې له سرګردانه ګرځيدو بې غمه شي.