په کونړ ولایت کې د پولیو شپږ مثبتې پېښې ثبت شوي دي

په کونړ کې د کتلوي معافیت د څانګې مسوولین وايي چې؛ په دغه ولایت کې د پولیو یا فلج څو مثبتې پېښې ثبت شوي دي. او د نورو پیښو د پیدا کېدو د مخنیوي لپاره يې د ګوزن ضد واکسینونوی کمپاین د شنبې په ورځ پیل شو.

د کونړ عامې روغتیا ریاست کې د واکسین د څانګې مسول حاجي محمد اسحاق ازادۍ راډیو ته وویل؛ ځکه يې د ولایت په مرکز او څوارلس ولسوالیو کې د پولیو ضد واکسینو نوی کمپاین پیل کړ؛ چې په کونړ کې د ګوزڼ شپږ مثبتې پیښي ثبت شوي او د نورو د پیدا کېدو ویره هم شته.

"نن چې موږ کومه دوره شروع کړې دا په ټول افغانستان کې نه ده بلکې یوازې په کونړ کې چې کوم شپږ مثبتې پیښې پیدا شوي، د هغې په ځواب کې ده چې، دغه ویروس نور هغه سالم ماشومان چې په سیمه کې دي؛ په ناروغۍ مبتلا نه شي. مثبتې پیښې په هغو ساحو کې دي؛ چې هلته له دوه کالو نیولې تر څلورو کالو پورې واکسین نه دی شوی."

دی وايي، په روان کمپاین کې به یو لک او دېرش زرو هغو ماشومانو ته چې عمرونه يې له پنځوو کالو کم وي؛ واکسین ورکول کیږي.

که څه هم چې حاجي اسحاق په ښکاره د چا نوم وانخست چې؛ څوک د واکسینو مخالفت کوي، خو ویې ویل چې، دا مخالفت د طالبانو تر ولکې لاندې سیمو کې زیات کیږي او دا شپږ مثتبې پیښې هم د وسله والو طالبانو په ساحو کې پیدا شوي دي:

"په کونړ ولایت کې یو لاک اته دېرش زره او پنځه سوه ماشومان چې عمرونه يې له پځوو کالو کم دي؛ زموږ هدف دی. په تېرو دورو کې زموږ نه لس زره او پنځه سوه ماشومان زموږ څخه پاتې وو؛ هغه په چپه دره، وټه پور، په سرکاڼو کې. په دې درېیو ولسوالیو کې زموږ غټ شمېر کسان پاتې دي.

موږ نه شو ویلی چې، طالبان زموږ د پروګرامونو مخالفت کوي؛ خو یوشمېر وسله وال کسان دي او په هغو سیمو کې دي چې؛ کومې د طالبانو په واک دي."


د کونړ والي شجاع الملک جلاله ازادۍ راډیو ته وویل چې؛ له واکسینو ګروپونو سره د همکارۍ کولو په خاطر پخوا هم د ټولو ولسوالیو قومي مشران او دیني عالمان راغوښتي وو:

"موږ له دې نه مخکې ولسوالان او سپین ږیري راغوښتي وو او په روانه اونۍ کې هم د ورته غونډې پلان لرو چې؛ خلکو ته د واکسینو ګټې په ګوته کړو. په یاده غونده کې به قومي مشران دیني عالمان او مهاجر ورونه ټول ګډون کوي."

د کونړ والي وايي، د واکسینو زیات مخالفت په کونړ کې پراته د سوات او نور پاکستاني مهاجرین کوي او هغوی د واکسینو ډلو ته اجازه نه ورکوي چې؛ کوچنیانو ته یې واکسین وکړي.

د عامې روغتیا مسوولین هم وايي چې؛ په کومو ځایونو کې پاکستاني مهاجرین پراته دي؛ د ګوزڼ پیښې هم هلته پیدا شوي او د یادې ناروغۍ ویروس هم له پاکستان راوړل شوی دی.

خلک ویره لري چې، که چېرته په ټول کونړ کې د واکسینو ډلو ته د کار اجازه ورنه کړای شي؛ نو کیدای شي، د پیښو اندازه ډېره زیاته شي.

راپور: روح الله انوري - کونړ