د افغانستان د کرنې وزارت وايي چې؛ په بیلا بیلو ولایتونو کې ۸ داسې سړې خونې جوړوي، چې په یوه وخت کې ۴۰ زره ټنه مېوه او سبزي په کې ساتل کېدای شي.
دغه خونې د ۲۸ میلیونه امریکايي ډالرو په ارزښت په نژدې دوو کلونو کې جوړېږي، چې تړون یې د کرنې د وزیر محمد اصف رحیمي او د افغان کولینګ شرکت ترمنخ لاسلیک شو.
د کرنې وزارت د معلوماتو له مخې دا سړې خونې په کابل، کندهار، هرات، ننګرهار، کندز او بلخ ولایتونو کې جوړیږي.
دولتی چارواکي وايي چې، د دې سړې خونو په جوړېدو سره به بهر ته د افغانستان د مېوو صادرات ډیر شي.