د نړۍ د شپږو قدرتونو او ایران استازو د جمعې په ورځ تودې خبرې وکړې او د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر په ګډون لوړ رتبه ډيپلوماټان په دې مذاکرو کې د ګډون لپاره پرون جنیوا ته ورسیدل.
دواړه لوري د تهران د اټمي پروګرام په اړه په خبرو کې یوې عملې موافقې ته د رسېدو هڅې کوي.
د اروپايي اتحادیې د بهرنۍ پالیسي د مشرې ویاند مایکل من پرون په جنیوا کې خبریالانو ته وویل چې؛ د پرمختګ هیله لري.
داسې ګڼل کیږي چې، مذاکره کوونکي د داسې یوې معاملې په اړه په خبرو لګیا دي چې؛ دا یران مشکوک اټمي پروګرام به محدود کړي او پر دې هیواد لګیدلي اقتصادي بندیزونه به رانرم کړي.
د جرمني د بهرنیو چارو وزیر ګویډو ویسټرویلي پرون وویل:
"په هر صورت کې د اساسي هدف لپاره چې ایرانیان د اټمي وسلو د جوړولو څخه منع کول دي؛ کار کوو. دا زموږ لپاره د منلو وړ نه ده او موږ د همدې لپاره د کار په خاطر په جنیوا کې راغونډ شوي یو."
د روسیې خبري اژآنسونه وايي چې؛ د دې هېواد د بهرنیو چارو وزیر به نن (شنبه) په خبرو کې ګډون لپاره جنیوا ته ولاړ شي.